FANDOM


دا ښكلې ده دا ښه ده دا عجيبه زندگي ده

بس خوښه مې جانانه دا غريبه زندگي ده

د هر زخم پړسوب مې دى له حد ځنې اؤښتى

  لږ رحم وكړې خدايه بې طبيبه زندگي ده

منم څومره طالع لرې زه هېڅ وئيلى نه شم

جنت غوندې ماحول كې دې صليبه زندگي ده

اى كاش چې مونږه هم تا غوندې هر چا سره مله واى

په څومره بلا زړو كې دې نصيبه زندگي ده

اى خدايه ته مو وژغورې مونږ هېڅ كولاى نه شو

د تور ښامار په خوله كې مو قريبه زندگي ده

د گل غېږ كې مو شپې دي خو اغزي مو گاونډي دي

نظيره زموږ څومره بد نصيبه زندگي ده

۲۵-۳-۲۰۰۷

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki