Fandom

شعرونه

غروب

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

زړه دومره ناچار شي چې سلګو سره ملګری شي

لوز دې د دروغو چې وعدو سره ملګری شي

څوک دې چې د لوبو د نانځکو په تول نه تلي

څنګه دې ساده زړه له هغو سره ملګری شي؟

سم دې دا مغل نظر زما خونه میراته کړي

کله چې محفل کې له پردو سره ملګری شي

پریږده چې دې سرو سرو اننګو نه مچه واخلمه

پریږده چې پښتون له پرنګو سره ملګری شي

لږ راته راوخانده زخمي زړه مې ټکور کړه بیا!

ګوره که دا ژوند مې له اسرو سره ملګری شي

زیړ مازیګری شي د غروب منظره جوړه کړي

لمر دې چې د مخ د زلفو غرو سره ملګری شي

ستا دغه هادي په زړه ماشوم دی لږ یې ښه ساته

تا نه چې خوله واخلي له نیشو سره ملګری شي

۸مارچ ۲۰۱۲

سیډني

Also on Fandom

Random Wiki