Fandom

شعرونه

غرونو باندې واوړه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

اى دغزل پېغلې لوړو غرونو باندې واوړه
راشه زمونږ ژوبلو ، ژوبلو زړونو باندې واوړه

نوره دې دمخ آئينه مه پټوه زلفو كې
لرې كړه تيارې په سهارونو باندې واوړه

ته دې دشپېلۍ ژبه شپونكيه بېرته تانده كړه
بياتنكى زلمى شه په سازونوباندې واوړه

ګل په لاس كې اخلو دګلرخي يار ديدار لره
مونږ سره واعظه دې اورونو باندې واوړه

شې چې مروره لكه وخت بېرته په شا نه ځې
خېر دى اشنا دا ځل په لوزونوباندې واوړه

ماته چې نظيره چا وطن دوزخ ،دوزخ كړولو
داخپل مې په خپلو عذابونو باندې واوړه

۲۲- ۱۱ - ۲۰۰۸

Also on Fandom

Random Wiki