Fandom

شعرونه

غزل له ځوانو الهامونو

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

هر ياد دې په لاسو د غزلونو شي را اوږد
غزل له ځوانو ځوانو الهامونو شي را اوږد

راتشه مې لمن له تشو تشو ثوابو شي
دروند پېټى پر اوږو د ګناهونو شي را اوږد

ملګري مې شي لمر، د ورځې ټوله خرابات
د شپې هم د سپوږمۍ په تنابونو شي را اوږد

دعاوې د روغتيا به راته نه كوئ خواخوږو!
يو كيف جهان جهان مې له دردونو شي را اوږد

توبه به راته نه وايې ډېر ډېر د توبې زويه
قسم كه لږ تاثير دې له وعظونو شي را اوږد

Also on Fandom

Random Wiki