Fandom

شعرونه

غله او نا اهله چلواکی

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

وائی چه بیا ټولټاکنی کیږی
څونورغله به کابینه جوړوی
دبوش اچارونه مزه تللی ده
نوی اجاربه اوبامه جوړوی

مونږ په تاباندی خپه یو مشره
ته به دچادر اودیوال ته وځی
تادزرګونو خلکو خون کړی دی
نو په کوم مخ به ذوالجلال ته وڅی

دجالاسونه جی په وینو سره وه
زمونږ د معصومو ارمانونو فاتل
زمونږ د میرویس ددستادونو غله
زمونږ دملالی دننګونو قاتل

زمونږ په دین پوری ملنډی وهی
زمونږ دقرآن اوجوماتونو قاتل
تادغازی مډال خونکارته ورکړم
تاداعزازدشیطان پلارته ورکړم

یوورڅ دارګ په څای بګرام ته لاړ شه
ستاپه افغان باندی څه لوبی کیږی
ستا دمیرویس اواکبر خان په بچو
په احمدخان باندی څه لوبی کیږی

ته به بر څو په دروغو ژاړی مشره
مخ ته به داکمکی دسمال نیسی
په خپل ملت باندی سوراوروروی
خوامنیت به ددجال نیسی

مشر دارګ نه لږ بهرراووزه
ډیر پښتانه لری ډیر قام لری
خوداملت له تانه مخ اړوی
خواګی دی ډیر خلک بدنام لری

داتاج اوتخت به بیاهم ستاوی مشره
خواول داپردی لښکرو باسه
قره قل لری کړه شمله په سر کړه
لاس له چپنی نه بهر وباسه

که غواړی داچه تل کامیاب واوسی
دخوار ملت سره رابطه جوړه کړه
داخلیل زاد ته پریږده ښه پری ښکاری
ګرین کارت دی پریږده تذکره جوړه کړه
دایو موقع ده چه ضایع یي نکړی
نور د دروغجنی امریکی نه تیر شه
لاړشه عمری نه او توبه ووباسه
ددغه نوی ډاری نه تیر شه

راړه ملګری دی په ګومه لاړل
ستا د چوکی مزوته ځان رسوی
ځی واشنګتن ته دسجدو لپآره
دغلامی مزو ته ځان رسوی

که وخت لری اسلام آباد لاړ شه
ددوی دوه مخی پالیسی وګوره
بندی سفیر اسنا دی خلاص کړه بس ده
په جدی توګه زرداری وګوره

والله چی ته هم اندیښمن ښکاری
نوی اشنا دی په قصه کس نه دی
بوش لاځه ښه ووته یي ښه ساتلی
خو اوبادی په قصه کی نه دی

نو زمونږ بچو ته څه ځواب لری ته
چه په قیامت کی دی ګریوان ونیسی
والله که بیادی سوله ساتی خلاص کړی
که امنیت دی ټول جهان ونیسی

مونږ مسلمان مونږه پو پښتون ولس یو
مونږ بیحیا نه یو مونږ ننګ نه پریږدو
ترڅو چې دابد مخی ونه تښتی
مونږ سوله نه غواړو مونږ جنګ نه پریږدو

زمونږ تاریخ ولولی ځان خبر کړی
مونږ دخالد او عمری بچي یو
جاجه خیبر نه یهودیان شړلی
مونږ دهمغه پیغبر ب[ې یو

زمونږ ولس ته دومره سپک مه ګوری
نور دخوارانو فتل عام پریږدی
سپینه ماټی که موودانه غواړی
بغداد نه واوزی باګرام پریږدی

Also on Fandom

Random Wiki