Fandom

شعرونه

غم، وېره، گيتار

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

څو ورځې مخکې مې د کور انګړ کې

بدمرغي لنګه شوه

او غم وزېږېد

یو ځل مې ستونی ډک شو

ما ویل راځه وژاړه

خو بیا مې فکر وکړ

مګر دا ژوند دومره ارزښت لري چې ویې ژاړو؟

غم ته مې وخندل خو وشرمېدم

یو ځل مې زړه وشو، چې شپه باندې پرواټ تېره کړم

خو که ریښتیا ووایم

له لیونیو سپیو ووېرېدم

کله چې ووېرېدم

نو مې له ځان څخه پوښتنه وکړه

آیا دا ژوند راباندې دومره ګران دی؟

خو زه له مرګ څخه نه

بلکې له درد څخه وېرېږم هر وخت

زما ښاریانو!

چې یوازې پیدا شوي یاست د مرګ لپاره

او ژوند مو ډک دی ټول دمرګ له رنګارنګ تجربو

آیا د مرګ کور ته مو داسې لاره هم لیدلې؟

چې له «درد» پرته ما ور ورسوي؟

څو ورځې مخکې مې د کور انګړ کې

بدمرغي لنګه شوه او غم وزېږېد

باد لا د کور باغچه کې ونو ته کیسه کوله

زما ګاونډی چیرته پټ شوی و ګیتار یې واهه

او شپې د واټ پر سر د وږیو لیونیو سپیو

کولې زما غوږ ته راوړې

غوښتل مې باندې ووځم

چیغې وکړم

خو وېرېدم، وېرېدم

لیوني سپي له مانه ښه وو، چې پر واټ ګرځېدل

زه غمځپلی خو له ویرې بهر نه شوم تللی

غم مې په کور کې په اتڼ سرو

خو ګاونډی می چېرته پټ و

او ګیتار یې واهه

۱۲چنګاښ ۱۳۷۹

کور خیرخانه '' کابل

Also on Fandom

Random Wiki