زړه مې رانه ورک شو په غمونو کې
زه ورپسې ګرځم تورتمونو کې
پاتې له کوترو شي واړه بچي
ونښلي صیاده ستا دامونو کي
چا راته اغزنې او اوږدې کولې
ځم په دهغو لارو ماښامونو کې
غواړي یې له ما خونخوار دردونه خو
نشته نوره وینه مې زخمونو کې
هسې مې هوسه ځوروې څله
برخه دغریب نشته جامونو کې
ګورم دظالم اود مغرور زوال
زه(مالک)د دوی به ستمونو کې
وېشنيزه:عبدالمالک اپریدی