ويکي شعرونه
Advertisement

غم د جانان مې په ګيلو کله ځي

د هجر داغ مې په سلګو کله ځي

ساقي ته راوړه لږ شراب د مينې

د بېلتانه درد په نېشو کله ځي

په مېکده کې که سر ننباسم

ځان غولول په مېکدو کله ځي

د سترګو جام مې ستا يادېږي

ګله هغه نشه مې په خوبو کله ځي

هسې درد زه چې بې درمانه لرم

په دا داروؤ او دمو کله ځي

که د سارا روح ته راحت غواړي څوک

د سارا روح بې له ليدو کله ځي

١٦/٦/١٣٦٦

وېشنيزه:نجيبه سارا بياباني وېشنيزه:شعرونه غ

Advertisement