FANDOM


لكه بې غم دزمانې چې بېخي غم نه لري
دزړه پرهر مې بې علاجه دى مرهم نه لري
داچې ښۀ ښكاري داخو ښكلي يار اوربل كې ئښي
ګڼې ښمائيست دومره ګلونه دشړشم نه لري
اخېر به وكورئ دا جنګ همدا تش لاسي ګټي
دا چې لنډي ټوپك كې تشه ګولۍ هم نه لري
ظالم جلاد دي ترې غوڅ كړي د چړو په څوكو
زمونږ وګړي د دعا لاسونه سم نه لري
هغه لاسونه دټوپك په ماشه ښه چلېږي
هغه لاسونه چې په ګوتو كې قلم نه لري
بېرته راوګرځئ ملګرو ورنه تېښته مه كړى
داسې ښامار نه دى راغلى چې به دم نه لري
مه خفه كېږئ كليوالودې تيارو ته د ژون
داسې شپه نه شته چې به شاته صبحده نه لري

دنظير كور يو داسې كلي ته راغلى اشنا
غريب يې كور كې ((هرګانه )) خان يې چلم نه لري

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki