FANDOM


د ګودر غاړه شي را ياده راته غم پرېوځي
راته اغيار پېرداران شي چم په چم پرېوځي

د يار نامه ترې ورکوي ژبه مې ګونګه ساتي
زما په خوله باندې د تور کمر لړم پرېوځي

په مېوندي زړه مې غزا ده د تورزنو سترګو
د بڼو غشي مې د زړه خونې ته سم پرېوځي

زموږ د زړونو دېوالونه يې را ونړول
پښې يې ماتې شه چې ښکلي له قدم پرېوځي

د غټو سترګو عزرايله بيا يې روح پورته کړه
چې لېوني تړون په شو نډو د صنم پرېوځي

کونړ – ٩- ٧ - ١٣٧٨