Fandom

شعرونه

غني زړه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

چې ژوند غواړم د مرګونو دنيا اخلم
ستړې ستړې د غمونو دنيا اخلم

دا چې ګرځم د باروتو په جامو کې
ساده نه يم د ګلونو دنيا اخلم

چې مغرورو، نه د مينې امېد ساتم
مظلوم کېږم د ظلمونو دنيا اخلم

ګوره دا مې د ازاد ضمير اعلان دى
چې د تورو زندانونو دنيا اخلم

دا ترخې شبګيرۍ ځکه ډېر په شوق کړم
چې د مينې د خوندونو دنيا اخلم

ښکلوم د جهاد ګرم سنګرونه
د جنت د سينګارونو دنيا اخلم

شاعر زړه غني کوم ګرانه ( مفتونه )
مئين کېږم د دردونو دنيا اخلم

علي مسجد – ١٣٨٣

Also on Fandom

Random Wiki