FANDOM


نږدې ماښام دی سیند آرام بهیږي

چوپتیا خوره ده زه خواشینی یمه ډیر خواشینی

خو ته آرامه او موسکا پر شونډو

یوه سندره څو رنګینې لنډۍ

د باد شپیلۍ او د اوبو شرهار

ته رانه تاوه شې را تاوه شې پر مخ مې ښکل کړې

غواړې له ماڅخه غمونه هېر کړې

ته چې اوبو نه لپه ډکه کړې ساحل ته نږدې

د نیلوفرو ګلان وښورېږي

او زما زړه کې د غمونو قهرجنې لمبې بیا بلې شي

زما سرګردانه اروا

لکه تیاره

لکه شپه

لکه یو وچ او سوزیدلی ځنګل

زما سرګردانه اروا

له کساتونو ډکه

په اور او وینو مړه

ناڅاپه اور واخلي

څېره کې مې د قهر ریښې وغځیږي

چې سترګې پټې کړمه اور وینمه

های اوښکو راش'ئ'!

زما په سترګو کې اورونه مړه کړﺉ!

خو ته، چې ما ووینې

د نیلوفرو په شان ورېږدېږي

پرما خوره شې له ما ګرده تاوشې

او زه دا ستا د ګریوانه له وږمو

د عشق دخدای(ج) جنت ته ورسېږم

ته څومره مینه لري

زما له غمونو نه هم ډېره مینه

زما په ذهن کې د قهر له دوزخه ستره

همدا چې غم مې هېر شي

او په اروا کې مې د قهر دوزخ ونړیږي

چې سترګې پرانیزم نو وپوهېږم

چې تامې سر پر خپل زنګون ایښی دی

یو څاڅکی اوښکه دې پر مخ ولاړه

مګر پر شونډو دې موسکا خوره وي

د نیلوفرو ګلان ناڅي د اوبو څپو ته

او ما ستا غېږه کې پناه اخیستې

نږدې ماښام دی

سیند آرام بهیږي

د عقرب لومړی نېټه ۱۳۸۱

وزیر اکبر خان مینه

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki