Fandom

شعرونه

غوښتنه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ربه دومره توان خو را کړې ما ناتوان ته
چې د حج په نيت شم لاړ عربستان ته

چې ستاپاک حرم کې سر په سجده شم
ګناهګار يم چې بخشش وغواړم ځان ته

بيا مې ستا لو وېرې اوښکې په مخ راشي
د سېلاب غوندې ريښې ريښې ګرېوان ته

بيا سر تور سر او ښپې يبلې ښپې روان شم
هغې ښکلې مدينې فخر جهان ته

د حضور زيارت په مينه مينه وکړم
نوراني سپېڅلى آب ورکړم چشمان ته

په امېد د شفاعت زه ګناهګار بيا
ډېر په چيغو چيغو وژاړم جانان ته

بيا همدغه حال کې وغواړم د رب نه
د جهاد جذبه غافله مسلمان ته

هم دعا د خلاصون وکړمه په زوره
مقبوضه او غروق پرق افغانستان ته

١٣٨٥

Also on Fandom

Random Wiki