ويکي شعرونه
Register
Advertisement

را ښکېللی ستا د مينې ګوړبهيو

يم اوښتی پر کوسه او مار مهيو

نوره مينه جنس پر جنس سوداګري شوه

کيسې ولاړې د مينو او شهيو

د تيارو له لارويانو شي څه تمه

بې اور وينو، ناورينونو، تباهيو

ونې بوټي د چمن توپان را لوټ کړل

له نارنجو تر انارو او بيهيو

په لټون د پرومېتوس سپېڅلي اور کې

واوښتم پرد ا څه تورو مړو دوهيو

د ي د ښکېلو پرګنو وينې، له آره

دا تور تېل چې را اېستل شي له کوهيو

د ا د زرو و زور نړۍ به را نړېږي

د څپا ن مخنيوی نه شي په ګهيو

سپېدواوښکو تورې شپې کړې راروښانه،

را غښتلی دی ايما ن ، بېګنا هيو !

لندن، ١٦-١-٢٠٠٦

وېشنيزه:مجاور احمد زيار وېشنيزه:شعرونه غ

Advertisement