FANDOM


لرم دومره لوړ مقام په فقيرۍ كې
چې جهان مې شي غلام په فقيرۍ كې
وهرچاوي راته لاس په تندي يښى
چې قدم ږدم په هر ګام په فقيرۍ كې
څومره لوى سمندر بند كړي كچكول كې
سمندر كاندي يوجام په فقيرۍ كې
عاقلانودخانۍ هنر مې نه زده
ښكلو خوښ يم تل مدام په فقيرۍ كې
د دنيا دولت ارام نه كړم ملګرو
لكه څنګ چې يم آرام په فقيرۍ كې
خامخادي تر مقامه رسېدلي
پاتې نه دي هيڅوك خام په فقيرۍ كې
دسركښوبادشاهانوغرور مات كړي
دوي هم واړه شي ټول رام په فقيرۍ كې
د رباب په زلفو لاس ږدم يادوم دې
اى جانانه هر ماښام په فقيرۍ كې
مانظير ته فقيرانو دعا كړې
ځكه وايمه كلام په فقيرۍ كې

ساقي چې ستا دمئيو پيمانه په لا س كې واخلم
په دې مې دژوند تېره زمانه په لا س كې واخلم
ماتېږي نه ماتېږي نه زما ځوانمرګه تنده
ساقي كه دې دا ټوله مئى خانه په لا س كې واخلم
جانانه ستا هجران يې راته سل ټوټې،ټوټې كړي
چې كله ستا د وصل آ ئينه په لا س كې واخلم

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki