Fandom

شعرونه

فيس بوک

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

۱

هیلو! شته یې صیبه؟

سلام. شته یم وروره

څه کیسې دي؟ ژوند څنګه دی؟

بد خو نه یم ، ساه وباسو.

رښتیا ستا سټیټ مې خوښ شو!

ښه رښتیا دې خوښ شو؟

هو لایک مې کړلو.

هغه ستا عکس هم ښه وو

والله چې ځوان ښکارېږې!

هههههه ، قربان دې شمه.

ښه نو زما سټیټ هم ګوره، یو څه مې نوي پوست کړل،

یو چا چټیاټ لیکلي ، یو ښه ځواب خو ورکړه!

آشنا بیغمه اوسه، همدغه اوس ورځمه

داسې ځواب به ورکړم،

چې یې زړه له دنیا بد کړم درته

هره خبر به یې رد رد کړم درته

ښه نو اوس ځمه درنه

خو چې کومنټ دې یاد وي!!!

ورځه بیغمه اوسه

۲

څه نوې زړې؟؟؟

اوهو ته یې؟

سلام ، سلام استاده!

وطن کې بیا انتحاري شوې ده،

څلور کې مړه او لس زخمیان دي پکې،

وایي چې ټول بیوسه خلک مړه دي.

اوه ، الله دې رحم وکړي.

نورڅه نه شته نوي؟

نور به نو څه ووایو،

صحت مو ښه دی استاد؟

ښه یم ، په مخ دې ښه شه دستي

صاحبه روغ دې غواړم.

۳

اوهو چټ کې خو هیڅوک نه شته

اوس به نو هوم ته ولاړ شم

اوهو یار خو سندره ایښې

دې بل بیا عکس جګ کړی

عجیب تازه ښکاریږي!!!

راځه چې لایک یې کړمه

اوهو ښه شو دا یې سپک کړي سره !

هاهاهاهاها والله چې ټول رښتیا دي

همدوی را وران کړ وطن

همدوی قتلونه وکړل

همدوی پردي راوستل

شپه هم ناوخته ده ،خو ځه یو ښه کومنټ پرې لیکم.

۴

سړیه سات وګوره!

شپه له دوو اوښتې ،

او ته ،

لا د شیطان دغې بکسې ته ناست یې

دنیا ویده ده،

او ته ،

مفتې کیسې ته ناست یې

خدای دې کور د کمپیوټر د خالق وران کړي

په وایرس دې دا لب ټاپ درته وران وران کړي

دا یاران دې څومره ډیر دی

یو خو نه دی،

له سلګونو نه ور تیر دي

له دې ټولو به یې ښځې په عذاب وي

دې فیس بک به هر یوه نه وړی خواب وي

۵

ښځې بس کړه

دا دی خلاص شو ،ساین اوت کیږم

کمپیوتر شوټ ډاون کومه

نور نو ستړی یم ویدیږم

اخ کومنت شو رانه پاتې....



جنوري ۲۰۱۲

Also on Fandom

Random Wiki