Fandom

شعرونه

قدر نه پوهیږي

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

زر خوښوي خو د زرګر په قدر نه پوهېږي
عجيبه خلک دي د سر په قدر نه پوهېږي

رڼا ترې اخلي خو هيڅ غاړه غړۍ نه شو سره
لکه سپوږمۍ په شان د لمر په قدر نه پوهېږي

دا لوى چنار يو د ښارو بچو له ځاى ورکوي
د شنو توتيانو د لښکر په قدر نه پوهېږي

ښاپېرۍ نوره ستا رنګينه ژبه نه زده کوم
دا بې هنره د هنر په قدر نه پوهېږي

کابلى زړه مې ستا بڼو کې کړه دېره جانانه
تور پنجابيان دي د ما جر په قدر نه پوهېږي

٧ /٧ / ١٣٨٠
کونړ

Also on Fandom

Random Wiki