Fandom

شعرونه

قـمـار

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

خیر دی درسره دې وي په کار نه دی

تانه که زړګی زما اوزګار نه دی

یاره رانیژدې شه لږ مې تود کړه ته

غیږ مې تشه مه پریږده سهار نه دی

ستا د سرو منګولو د زور نه دی نور

رغوي کې دې زړه دی څه انار نه دی

ګوره لوپټه له ځانه تاوه کړه

دا خو زموږ کلی دی څه ښار نه دی

ګوتې مې د زړه په مراندو مه وهه

غیږه کې دې زه یمه سیتار نه دی

دا ځل مې دا ژوند له تانه ځار شه خو

مخکې مې وهلی دا قمار نه دی

چا وې د هادي پاڼه اوښتې ده؟

ګوره د ښایسته وو پرې وار نه دی

۲۷ اپریل ۲۰۱۲ سیډني

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki