Fandom

شعرونه

قلعه جنګي

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

د جنګي کلا د وران دېوال په خواکې

نارنجي تعمير نه لاندې

تورځمکتل کې بنديوان يو

يوزه نه يمه مورجانې

نورځوانان هم دلته ډېردي

چا پرون واده راوړی

د چا نن د دسمال وار و

د چا ناوې په پالنګ کې پاتې شوې

ادې!

مخامخ يوڅوک دی

سراوږېره يې ببردي

غبرګ لاسونه يې ترشاپه زولنوکې

خاص زما د تره په شان دی

شېبه يې مخکې يې کيسه کړه:

د بغلان يمه بې کسه يوځری

په ټول کورکې دوه لمسۍ لرمه پېغلې

ځه په ماپسې بلا, بلامې نه خوري

خوچې دې وحشي دوستم به

هغه روغې وي پرې اېښې

که د هغوی به يې هم شکولې

له ټټرغبرګې سينې وي
دوی به څومره يم بللی

دوی به څومره بې اسرې وی

ادې!!!

وروسته له هغه نه

دا سړی همېشه ژاړې

ماته ګوري سره ډک شي

سترګې کلکې کړي مخ پورته

يوڅواوښکې کړي رامنډه

لاندې ږېره کې شي ورکې

ادې!

تېره ورڅ همدلته

داسې غرز شو داسې غرب شو

لکه اول کال د کفارو

چې په کوز کلي شين سهارکې

زموږکلي کې غرزی وو

او کاکا مې کې شهيد شو

خدايزده څه ټکه راولوېده دباندې

موږچندان پرې خبرنه شو

خوسپېرې تورې لوخړې

سوی بوی ځمکتل ته راغی

بيا د انن داسې اوازه وه

چې همدې وحشي حيوان او

ورسره د امريکې کفار راغلي

په دې ټولونن موږ وژني

د دې ټولو نن اختر دی

ادې

هغه دله ښي اړخه چوله کې

دې وحشي خوله رانېولې چې څه وايي

موږته ګوري خوله بل سره غږېږي:

صد دفع بريتان ګفتم

ای سګها کشته نمی شه

برو اب اين جاايله کو

بعد همان ماشين کته نيست؟

اونه اونه

درهمان کونج ،توخوسی کو!

اونه تارش معلوم می شه

بعد از اب همان چالان کو

ويک تارهمی تو خوب

دبل پيداکو

که سوخته نه باشه سی کو

پس ما....

ادې!!

پوی شوم چې را درومي

عزرايل لاندې خمکتل ته

زموږټولو اخري ده

خوادې!!

خبره واوره

بېخې نه شم درته وېلای خوځه وايم

ادې ناوې سره پام کړه،نازوه يي

هغه ...

ادې!

هغه دې په وره کې اوبه راغلې

دومره ډېرپرمستۍ ځي

ادې زموږترزنګنوشوې

څوک کليمې وايي څوک ژاړي

زما پرښي لاس کې تسبيح دي

هغه تا چې راښوولې، کليمې ورباندې وايم

اوبه زموږه ترسينوشوې

ادې کوکې شوې نارې شوې

موږټول يوپربل تکيه يوو

څوسپين ږيري بېچاره خو...

اخ په خدای يو په کې ولويد

ټول بدن يې په کې ډوب شو

هادى زه رډ ورته ګورم

هوا، خوټ _ خوټ پورته وځي

اوس ارام شو

لاس پښې يې اوسه نه ښوري

ادې!

اوبه زماترمرۍ شوې

وۍ !يو بل ځوان په کې ړنګ شو

ادې هغه دې له هماغې چولې راغی

دبرق سور لين راکوز شو

پورته غږدماشين اورم

ادې راغی لين راغی

ورو ورو لاندې ښکته کېږی

پاس دکړسندخندازوردی

په پردۍ ژبه نارې دي

وېرې ګوډ،وېرې ګوډ

ادې!

ها دى لين لاندې راخطاشو

سريې ولګيداوب....

زه ......

ته....

نا..نا...وې...

Also on Fandom

Random Wiki