Fandom

شعرونه

قوميت او مذهب

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

په دنيا کې که انسان دی ديوذات

دي اقوام ېې مختلف لکه صفات

چې وجود دګنډېري زغملئ نشي

حقيقت منلئ نشي دنبات

دا اجزاه دناوې حسن ته يو کل شي

دي خالونه،دنداسه، که زېورات

اختلاف خودهستۍ روح روان دی

ارتقاساتي ژوندي اختلافات

دی مجرم د ارتقادبندولو

چې کوم قام فناکړي خپل امتيازات

مارکه پوست لري کړه رنګ ېې هم هغه وي

د فطرت سره دي ګډتشخصات

چاچې خپل خصوصيت پرېښودفناشو

څوک ېې نه ګوري چې رنګ واخلي مراات

د جهان پالنه ده دقام پالنه

وي خپل قام ته دهرچاښه احساسات

خپل رنګ کې ځان ساتل د امن روح دی

قبلول د پردي رنګ دي فسادات

بيا داټول دي ضابته کې د مذهب وي

په ژوندون اجتماعي کې مساوات

هغه لوئ حکيم پيداچې زه پښتون کړم

څه پکار راته تهذيب د سومنات

که باده مې ده اسلام پښتومې ظرف دی

مزه کاندي پخپل جام کې مشروبات


لواړګئ ، د جون مياشت 1949

Also on Fandom

Random Wiki