FANDOM


دې چم ته لاروي په دغه لار نه راځي
ګودر ته د پېغلوټو لوى کتار نه راځي

بدنيته رقيبان زما سينه په غشو ولي
دا ښکلي راته خاندي ځکه قار نه راځي

دا کلي په ښکلا باندې مين حسن ته خاندي
نو ځکه ليوني ورله په شمار نه راځي

ګودر کې د منګو ټوټې پرتې دي پېغلې نشته
وږمې د تورو زلفو په چنار نه راځي

مطرب ملامت ندى د رباب نه ترنګ وباسي
مجلس د ليونو ته سندر مار نه راځي
 کونړ – ١٩ – ٤ – ١٣٧٨