Fandom

شعرونه

لار ورکی

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

له مودو مې د یو چا د خوږو سترګو ، په لټون پسې نظر ګرځاوه

له مودو مې خپلې غیږ کې د یو چا ،

د خوږې ساه د اخیستوتودوخه نه وه په یاد

له مودو مې د خپل کلي د اکا د حوض په غاړه

د هغه سوي چنار ښاخ کې د ناست بوم په شانې

بیخي یواځې او تنها د خپلو ګوتو په شمارلو باندې وخت تیراوه

د ژبورو خلکو ښار کې یو ګونګی ناست وم

خو خدایزده څنګه ته پیدا شوې او په ذهن کې راوټوکیدې

بیګا مو ټوله شپه یو بل ته مسیجونه لیږل

بیګا مو ټوله شپه رڼه تیره کړه

نه مو موبایل ، نه مسینجر او نه ایمیل پریښوده

تر شنه سهاره په سلګونو ځلې

زه له هغې هغه له مانه جار شوه

آخر مو وپتییل

چې سبا ګورو سره

او

یو بل به کلک په غیږ کې نیسو

او تر هغو به یو بل نه خوشې کوو

څو د یو بل د وجودونو په تودوخو کې اوبه شو سره

هغې لا دا هم ویل

چې زه ،

د کندز د سویو دښتو د غاټولو په شان

ستا د سینې پر سوې دښته کې راشنه شمه ،غوټۍ به وکړم ، ګل به شمه

وعده مو وکړه، ځای مو وټاکه

او دواړه ښه آرام ویده شوو

ان په خوبو کې مو هم

یو بل ته غاړې ورکړې

خدایزده چې څومره ښایستوکو ګناهونو رانه سر وواهه؟؟؟

۲

خو نن،

دا دی موټر ته ناست یم

کلي مې تاو کړه او روان یمه هغې ته ورځم

خو زه په ښار کې نابلد یم ، مساپر یم دلته

د ښار یوه کوڅه راته مالومه نه ده

اوس مې د ګاډي جي پي ایس هم راته کار پرې ایښی

زه لکه ړوند پر دې امسا روان یم

دا مې خپل ښار خو نه دی

چې د قرغې او د پغمان

د مینانو د لیدو هره ګوښه راته مالومه وه ښه

او اوس ولاړ یم حیران

چې څنګه ولاړ شم او په کومه ورشم

آه دا دردوونکې نه ده

چې یوه ښکلې وي ولاړه انتظار وي درته

او ته ورتللی نه شې؟؟؟




۱۶/۱/۲۰۱۲

سیدني / استرالیا

Also on Fandom

Random Wiki