Fandom

شعرونه

لاس که په لستوڼي کې د یار نه و نو نه به و

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

لاس که په لستوڼي کې د یار نه و نو نه به و

ګوره چې پر موږ یې اعتبار نه و نو نه به و



خپل اخلاص مو وکړ، او تر نیمې لارې درغلو

ځه نو، چې له موږ سره دې کار نه و نو نه به و



موږ خو زړه د ګل غوندې په ګوتو کې نیولی و

یار چې یې منلو ته تیار نه و نو نه به و



نورو به یې سترګې د جامونو غوندې څښلې خو

خپله که په خپل حسن خمار نه نو نه به و



دا که مونږه خوب چېرته لیدلی وي نو ودې شي

دا که د لمدو څڼو ګوزار نه و نو نه به و

څومره هسکې ټیټې هر افغان سړي لیدلي دي

دی غریب که اوس هم لا هوښیار نه و نو نه به و

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki