Fandom

شعرونه

لاړم روژه مات دی

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

چا روژه ماته نه کړه . چا د اذان شور ويشتلى

بيا کوم ناترسه په بمونو د خداى کور ويشتلى

نه دښمن ښيي نه پر خوله د غچ خبره راوړي

تر ما بتر لکه چې دى هم سکه ورور ويشتلى

ته چوپ !!!! خرپى دى څوک په ځمکه په سينه ښوييږي

چا په دا نيمه شپه بيا څوک دى په کوم تور ويشتلى

په خامکي رومال يې ټينگ د سينې ټپ نيولى

زړه يي سورى کړى چا د چا د زړه ټکور ويشتلى

بيا مي منله چې بېشکه شيطانان پرې ولې

خدايه ! که کله دي په ستورو واى لاهور ويشتلى

لپې ته وگوري له ځانه سره پټ وخاندي

بيا ليونى سقيم يوې ښکلې په انځور ويشتلى

Also on Fandom

Random Wiki