Fandom

شعرونه

لاړه به شې

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ورځ لا هماغسې پرته ده خېر دى لاړه به شې
كښېنه لا ټكنده غرمه ده خېردى لاړه به شې
ډارېږه مه كور كې څه بله بانه جوړه به كړې
مور دې هماغسې اوده ده خېر دى لاړه به شې
له ډېره وخته مې ګيلې درته په زړه ساتلي
زما ګيله لږه اوږده ده خېر دى لاړه به شې
په څه خبره به يې دواړه دلاسا كړو ياره
وړوكى ورور چې درسره ده خېر دى لاړه به شې
جانانه دا يو څو شېبې بۀ غنيمت وګڼو
دادوصال لنډه شېبه ده خېردى لاړه به شې

په تلو خو ځې (( نظير )) ته مه وايه چې لاړه به شم
ګوره زما خبره ښۀ ده خېر دى لاړه به شې

Also on Fandom

Random Wiki