FANDOM


يو خوب وينم يو شور شي شنه اسمان باندې لړزه شي
سپوږمۍ مړه شي د ستورو په کاروان باندې لړزه شي
 
د تورې تاريکې لېونى باد يې سور خراب کړي
درخو له زوره پرېوځي ادم خان باندې لړزه شي

اخر به ورته وايم چې لمرينه ښکلا هم مري
چې لږ خو په سپرلي ، سپرلي جانان باندې لړزه شي

افسوس تور پنجابي کوتک په لاس ګرځي را ګرځي
له قهره خړ تورخم کې هر افغان باندې لړزه شي

د خداى توپان را ورسي د نوح د بېړۍ څنګ ته
چې درز له منګوټو باسي کنعان باندې لړزه شي

ننګرهار – ٢٠ – ٣ – ١٣٨٠