تاند ښېرازه پسرلي دې، واڼوم چې د وږمينو،
خورو څڼو له گليونه
گوندې بيا مې شي په برخه، د کرلو پرنډو وينو،
د گلمينو گلبڼونه
دگلپاڼې په شان زړه دې، چې زغملای کله نه شي،
توپانونه د وختونو
پام ونه کړي عځونې، پر ورېښمين بستر د ناز دې،
خوبولي تېر يادونه
شنډې وريځې کاشکې توی کړې، رڼې اوښکې پر تبجن تږي
بيابان زما د مينې
ومومي بيا رښتياينه، د سپېدو د خزانزمولو،
سپېدارونوشنه خوبونه
د باور د نو ټوکلو، رڼوبيو په رڼا د تورې،
شپې له ځنگله تېر شم
شي مخروڼي مې د تور، تياره برخليک په لمرچينه کې،
لمبېدلي سهارونه
د زمان ازمون بټۍ له، مړه خوگلن لکه پولاد،
مخسور راووځم له سره
له ويلوب د سرپو کښېږدم، پر تندي د خپل وېلاړ مې،
اورني تک سره خالونه
چې چمن د ناوکيو، مې اوښتی د خوراړې،
پر ټاپو د گوښوالي
ورته بويه چې کړي لاندې، د کوم خضر د ژغورنې،
لارښوونې د شپې پلونه
چا بادونو لولنگرو، پټ په غوږ کې د ويرژلو،
تاند لبانو ښونو ووېل
چې به نورې خولې سرې نه کړي، په سرو وينو د گلولو،
وينې څښونکي تورتبرونه
که هرڅومره راښکېللی، د مهال د اور و وينو،
زنځيرونو زولنو يم،
لامې هيلې زړه کې ناڅي، چې سبامې مټې ښه شي،
هم له نن هم له پرونه!
اکسفورډ،١-٣- ٩٧
وېشنيزه:مجاور احمد زيار