Fandom

شعرونه

لمر تندره

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

د ښايست دسيال پسې ستا،لټ پرلټ ما درست جهان دی اړولی

خو هېچېرې ما ليدلی، ستا په شانې نه دی بل ښايسته ښکلی

څنگه نه اوسې د ښکلو،ښکليستان کې ته بېسارې او بې سياله

چې نرسېس نرگسي سترگې او، فلورا د گل ښايست دی دربښلی

د وربــل د سيوري شپول دې،له سپين مخ ځنې شو هسې راچاپېره

مومنان سر پر سجده او، په توبو شول چې لمر تندرې دی نيولی

نوره نه کړم څه پروا د، بوږنوړو واټنو د غلياکونو

چې شېبې ترې بوږنېدلې، ها د شپې تياره ځنگل دی ما روڼلی

چا زما له سر راکښته،د سپېڅلې پاکې مينې د برم تاج کړ

چا په غشو د جفا مې،د ښېراز باور گوگل دی راسکڼلی

په ډگر کې د ازمېښت ما،وخوړلې سر پر سر که ډېرې ماتې

بيا هم وياړم چې اوس هم لا، يم هغسې د دښنو د سترگو خلی

ارمانژلې ولولې دي، چې انځورم يې دگل بلبل په ژبه،

ځکه ما درته د مينې، دا رنگين پيغام د زړه په وينوکښلی!

اکسفورډ،٣-٣-٩٧

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki