Fandom

شعرونه

لنډۍ

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

الف

اپخوانۍ مینه دې نشته

چې شېرین ځان دې غورځاوه له ګړنګونه

اپخوانۍ مینه دې څه شوه

لکه د زرو ګونګرو شور به دې کاونه

اپخوانۍ مینه دې نشته

لکه د مست تنزري شور به دې کاونه

اب کوثر جانانه راشه

د بېلتانه په سفر ځم تږی به شمه

اب کوثر جانانه راشه

نصیب روان دی زه بندي ورسره ځمه

اب و دانه مې شوه تمامه

مجنون په زړه راکړل د تورو ګوزارونه

اه مې له سپینې خولې نه خېژي

په قمري مخ مې سیلاب د اوښکو ځینه

اه و فریاد به مې نصیب شي

چې مې د خوږ زړګي یار نه کوي پوښتنه

اه و فریاد مې نصیب شو

زه چې په داسې بې وفا مینه شومه

اپخوانی مینه دې نشته

لکه ښامار راښویېدی په دیوالونه

اختر پرون و پرون تېر شو

تا په دې تور پېکي کې نن ایښي ګلونه

اختر ته ځکه خوشالېږم

چې مساپر اشنا مې کلي ته راځینه

اختر ته ځکه خوشالېږم

چې مرور اشنا مې کلي ته راځینه

اختر ته ډیره خوشالېږم

زما د یار وعده اختر ده رابه شینه

اختر چې تېر شي بیا به راشي

د نادانۍ عمر چې تېر شي نه راځینه

اختر خو راغی یار مې نشته

د خندا ډکه خوله به چاته ورکومه

اختر خو راغی یار مې نشته

د کالو ډکه به د چا غېږې ته ځمه

اختر د نجونو مبارک شه

ځوانان د بل وطن مارغان دي لاړ به شینه

اخر به خاورې شې بدنه

دا زه نادان یم چې له خاورو دي ساتمه

اخر به خاورې شې بدنه

ډیر په نخرو او کبر مه ږده قدمونه

اخر به خاورې شې بدنه

که دې هر څو په وطنونو ګرځومه

اخر به کند کچکول راواخلم

چې بې وفا جانان مې نه کوي پوښتنه

اخر به ما په کلي بند کړې

تا چې په تورو څڼو وټومبل ګلونه

اخر به ما په لالا مړه کړې

چې دې ریبار د ورځې درې ځله راځینه

اخر به مرم پاتې به نه شم

که د پولادو کلا تاو له ځانه کړمه

اخر به وژاړې مینه

مدام به نه وي ستا ځواني زما سوالونه

اخر دې تګ د بل وطن دی

دلته کې څله جوړوې دنګ محلونه

اذان په ځنډ کوه طالبه

زه د جانان غېږې ته اوس ورسېدمه

اذان په وخت وکړه طالبه

زه به روژه د یار په کوکه ماتومه

ارمان ارمان خپله وطنه

د خپل وطن جامې مې ولوېدې له تنه

اسمان په ستورو ښایسته دی

لکه د پېغلې جینۍ غاړه کې ګلونه

اشنا مې پورې شا کې لو کړي

کوتره نه یم چې پرې سیوری کړم څانګونه

اشنا مې توت لاندې ویده و

لکه باښه پرې شرنګېدم راوېښ مې کنه

اشنا مې ځي نه راستنېږي

که ورته کېږدم د سرکو شونډو سرونه

اشنا سالو په مخ راخور کړ

ماته وږمې د تورو زلفو ترې راځینه

اشنا مې سر په وطن کېښود

په تار د زلفو به کفن ورته ګنډمه

اشنایې غم دی ښادي نه ده

که څوک د غم طاقت لري اشنا دې شینه

اشنایی هله خوند پیدا کړي

چې کله کله پرې بیلتون پېښه کوینه

اشنا په ټوکو نه پوهېږي

ما په خورو زلفو واهه مرور شنه

اشنا زما په ژړا خاندي

بې قدره اوښکې مې په مخ چپې وهینه

اشنا د لارې نه هېرېږي

زه به د عمر اشنا څنګه هیرومه

اشنا سورګل د کوه طور دی

زه ملغلره د دریاب د غاړي یمه

اشنا نوکر دی راتلی نه شي

سپینه خولګۍ به په پاکټ کې ورلېږمه

ارمان ارمان د دادا کوره

له ډکه شکوره به چاپېره ګرځېدمه

ارمان به هلته زما وکړې

چې سور پالنګ مې درته خوشې پاتې شینه

امسا په لاس مخې ته راغلې

رنځوره یاره زه پوښتنې ته درتلمه

امین پرې وکړئ سوال مې دادی

چې مې جانان راسره غاړه غړۍ شینه

اوربل مې جګ کړه خال مې ښکل کړه

د جنت ګل دی پرې تازه به شې مینه

اول دې موړ په خوږ دیدن کړم

بیا دې شهید د بیلتانه په توره کړمه 

Also on Fandom

Random Wiki