FANDOM


ستا په غاړه په نڅا چې لونګين شي
په ګرېوان مې جوړ د اوښکو اباسين شي

بل ته ښه په مينه ګوري ورته خاندي
ما غريب باندې کلک زړى شي سنګين شي

ستا د چم کو څو کې څيرې ګريوان ګرځم
ياره تور زړه به دې کله په ما سپين شي

ټوله ورځ مې زړه په اور دبره نيسي
چې راګوري لږ وخاندي نيازبين شي

که دا ټول ښکلي په کبر باندې ګرځي
د تړون زړه به به د يار له غمه شين شي