Fandom

شعرونه

لويه خدايه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

لويه خدايه! لويه خدايه!

دا تيارې په موږ رڼا کړې

ستا له مينې مو آګا کړې

ورورولي را کې پيدا کړې

په سينو کې مو چې زهر

د کينو او تربګنو دي

په ذهنونو کې مو جالې

د وهمونو د تېرو دي

ورته علم پوهه راکړې

دا زنګونه ټول صفا کړې

لويه خدايه! لويه خدايه!

دا تيارې په موږ رڼا کړې

دا چې تا يو پيدا کړي

د غيرت نه ډک مړونه

دا خورې ورې ټبرې

دا تس نس پراته خېلونه

د يو لاس دا خورې ګوتې

را يوځای په مينه بيا کړې

لويه خدايه! لويه خدايه!

دا تيارې په موږ رڼا کړې

دا چې ستا د ښايست کور دی

دا چې ستا د نور زانګو ده

دا چې جاله د غيرت ده

دا چې خونه د پښتو ده

دا چې ستا کور کې زما دی

دا زما وطن زما کړې

لويه خدايه! لويه خدايه!

دا تيارې په موږ رڼا کړې

ژوند مو مينه محبت شي

مرګ د تورې د عزت شي

ډيوه بله د محنت شي

دا خپل کور راته جنت شي

چې په ټول ولس رڼا شي

خدايه! هغه سپين سبا کړې

لويه خدايه! لويه خدايه!

دا تيارې په موږ رڼا کړې

په جنت غوندې وطن کې

وږي تږي انسانان دي

په مېوو او په ويالو يې

ناست د زهرو ډک ماران دي

يو کړو دا لوړه ژوره

موږ ته داسې همت راکړې

لويه خدايه! لويه خدايه!

دا تيارې په موږ رڼا کړې

د خپل پلار نيکه د تورې

لوی وطن مو ګلستان کړو

که په وينه آبادېږي

چې دا کور ځانته ودان کړو

د دې لوی مقصد دپاره

موږ يو چيغه يو سلا کړې

لويه خدايه! لويه خدايه!

دا تيارې په موږ رڼا کړې

Also on Fandom

Random Wiki