FANDOM


 د هغه ښکلو ښاپېرو د چم په لويه لاره
ورځم رسا منځ کې دېوال جوړوم
د دېوال سوري ته کېنمه خپلې اوښکې شيندم
په ښاپېرۍ کې ځانله وريښمو نه دسمال جوړوم
دا ښاپېرۍ دلاس نه نيسم ورله ګوتې شمارم
په تريو تندي اوسپېره ټنډه ورته داسې وايم
ستا د سندرو ژبه ټوله ماته نيمه زده ده
تا ته دغوڅ لرګي شپېلۍ سره د بيمه زده ده
درته سلام کوم چې رانشې سلام ښاپېرۍ
ورشه کافر جانان ته و ګرځه په بام ښاپېرۍ
هغه جانان چې په سندرو باندې نه پوهېږي
دشنو توتيانو په خبرو باندې نه پوهېږي
کله چې کيني بس کوي ټولې دوينې کيسې
لا زده يې نه دي سپينې ،سپينې او رنګينې کيسې
نن مې له ځان سره تصميم نيولى
ورځم د هغه خونړي سين لېونو څپو ته
يو روغ غزل په غېږ کې غلى کېنوم
په غوڅو شونډو ورته داسې وايم
ګرانه ازار دې د جانان په غاړه

هغه خو ټولې لېونۍ څپې دي
چې د غزل مخ په څپېړو باندې سور واړوي
 ماشوم غزل دى او خفه شي رانه
بيا يې د سين غاړې سرو شګو کې وغورځوي
که ښاپېرۍ چرته اوبه څښي ګواکې ويويني
هغه چې ماته يې راوړي و له شنو نښترو
هغه غزل له ځان سره بېرته يوسي
او بيا په دې طرف راونه ګوري
زما رڼو ، رڼو غمو غوندې يارانو واورئ
که ښاپېرۍ رانه رښتيا خفه شي
زما دسپيڅلي پيغمبر (ص) په خواږه دين مې قسم
د قرآن زړه باندې لاس ږدمه په ياسين مې قسم
ښه په ډاډه زړه او په برګو سترګو
هغه قلم چې و راکړى لوى خالق امانت
په لويه تېږه ږدمه
او پر وړو يې ولم
چې ګناهګار شمه دلوى خداى (ج) امانت ماتوم
ما چې و کړى د سندرو ضمانت ماتوم
ګرانه جانانه د زړه سره واوره

چې کله ودرېدو دخداى (ج) حضورته
او خداى(ج) تپوس د مات قلم راوکي
زه په بدل کې به يي لوى خداى (ج) ته ايمان ونيسم
ګوره خوشاله نه شې تا به له ګرېوان ونيسم
خداى (ج) خوقاضي دى قضاوت به وکي
چې پړ او وړ معلوم شي
که ملا مته يې کړې
دمنافق زويه دوزخ ته به ځې

 ٧ /٧ / ١٣٨٠
کونړ

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki