ويکي شعرونه
Advertisement

لوی درياب دی مينه نشي په واړه زړه
شومه ياره بيا دا ستا غوندې په نه زړه

چې په خوله کوي يوه او په زړه بله
د هغه سره به مينه کړې په څه زړه

سوي رنګ ته مې لږ اوګوره دلبره
ما نيولی ستا د حُسن په لمبه زړه

بيا يې خوب واړه ټوپونه او هيبت شي
د هجران چغې چې وشي په اوده زړه

يو غم نه دی چې يې وکړې ای   خاطره
ډېر غمونه دي کوه يې په ساړه زړه
 

وېشنيزه:خاطر اپريدی وېشنيزه:شعرونه ل

Advertisement