FANDOM


ګنهګاره سېلانيان يې مېلمانه دي

لېوني عشق خلاصه کړې ور پنجره ده

د خندا خوله د ستم په سوک شوه ماته

په ناورين د نېکمرغۍ هره زره ده

د ګل لور، د ستوري ځوی مري په تور تم کې

په ځوزانو د سپوږمۍ رڼا خوره ده

د څېړۍ خونه د لوړو صبرو ګانو

د شمشاد او د نښترو هديره ده

مېخانې شوې غم خانې کنډولي مات شول

د ساقي په لاس د مرګ تېره اره ده

ځوانيمرګ شولو ستار او رباب دواړه

ساز سرود نه بې نصيبه مې حجره ده

د غمونو د کاروان سالار تالا کړم

شوه عمرونه چې سړه زما دېره ده

د مېړانې او غرور باز نه ستمېږي

که هر څو د لوی شېطان توره تېره ده

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki