FANDOM


ګرانې ! د ځان مي کړه د ښکلي مخ هينداره مي کړه

يوه خوله راکړه په اختيار يم بې اختياره مي کړه .

ماشوم زړګى مي د بېلتون په سختو نه دى خبر

ګرانې ! څو شپې رانه خوا بدې شه بيداره مي کړه .

ناڅاپه وويې وېل ټپه کې دي نوم څنګه واخلم ؟

خو چې څوک پوه نه شي ليږ پوه مي کړه هوښياره مي کړه .

بيا به دي مخ ته کرۍ شپه لکه د بنګو پياله

ناسته يم غرقه ليږ مي ستړې کړه خماره مي کړه .

اوس چې مي خيال ته راشې غم دي په سګرېټ غلط کړم

هغه هم خت وو چې به کرکه له نسواره مي کړه

سقيمه ! ته وا داسې وخت به کله هم راشي چې

يوه نجلۍ راته زارۍ کوي چې ياره مي کړه ؟؟؟

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki