FANDOM


ژوند راسره په هره لاره لكه سيورى روان
له مانه مخكې څو قدمه دا سرزورى روان

راشم دخيال په بڼه ستا دغزلبولو صف ته
جانانه ستاشونډوته هم شم لكه تورى روان

هر يو نيولى تور غلاف دى د توبې لپاره
دخداى ومخې ته نن هر يو دى سرتورى روان

دحاجزۍ په معنى نه پوهېږي دلته خلك
هر څوك له ځانه سرتمبه لكه سرزورى روان

لكه شبنم څه په خوارۍ تر ګله ورسمه
په سپين سباترې بې نواع شم لكه ستورى روان

دوصل وخت كې اسمان هم ځي ځمكه هم خوئيږي
چې نوم دتګ واخلې په خوله نو شي هر لورى روان

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki