FANDOM


ديار دغبرگو سترگو جنگه ليونى دې کړمه

څېرې گريوان سرتور ملنگه ليونى دې کړمه

ياغي سيندونه مې کږې وږې سندرې وايي

دزوړ رباب د نغمو شرنگه ليونى دې کړمه

ديار دمخ نرو رگونو کې دې لارې وکړې

زما د زړه د وينو رنگه ليونى دې کړمه

زموږ دکلي شين گودر له تا سرود اخيستى

شينکى چناره ړنگه بنگه ليونى دې کړمه

" تړون " ميا علي بابا له ځي اشنا ته داسې وايي

له نازه ډکه غنم رنگه ليونى دې کړمه

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki