Fandom

شعرونه

لېونۍ ځوانۍ

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

هغه يو څو زمونږ د کلي زلمي
آ د زمرو په شان غښتلي زلمي
چينارونو په شان دنګې ځوانۍ
آ د ګلونو غوندې ښکلي زلمي

ور سره وو د جهادونو احساس
 د مظلومانو د دردونو احساس
د يتيمانو فرياد ورکړو ورته
د انقلاب او د جنګونو احساس

اور يې شو بل د انتقام زړونو کې
نور يې ځاى نه وو د ارام زړونو کې

ډېر په جذبه باندې وتلى زلمي
آ دګلونو غوندې ښکلي زلمي

اوس مو د کلي آ خوندونه نشته
د شازلمېو محفلونه نشته
خشکې غرمې دي او ساړه ماښامي
اوس هغه مست ماذيګرونه نشته
نشته د کلي د اختر خوندونه
نه د حجرو، نه د ګودر خوندونه

ټول د سنګر په لورې تللي زلمي
آ د ګلونو غوندې ښکلي زلمي

يو نيم پخپله تر کالۀ رازي
د چا احوال د ژوندانۀ راځي
د چا خبر د شهادت راشي
د چا خو هېڅ معلومات نۀ رازي

څوک خشکو دښتو او په غرونو کې دي
ځينې زخميان په روغتونونو کې دي
څوک زندانونو کې تړلي زلمي
آ د ګلونو غوندې ښکلي زلمي

ډېرې پېغلو ټې يې په طمع ناستې
په انتظار ډکې له غمه ناستې
ورنه جدا د ژوندانۀ ملګري
زخمي په زړونو بې مرهمه ناستې

چاته خاوند او چاته ورور ياديږي
چاته د دواړو سترګو تور ياديږي
خيال کې يې ګرځي نازولي زلمي
آ د ګلونو غوندې ښکلي زلمي

وينې يې توى کړې انقلاب يې راوست
په دښمنانو لوى عذاب يې راوست
د خزانونو خاتمه يې وکړه
مست پسرلى ګلاب ګلاب يې راوست

حالات به نوي شان رنګونه راوړي
غرونه او دښتې به ګلونه راوړي
مونږ لکه تخم پرې شيندلي زلمي
آ د ګلونو غوندې ښکلي زلمي

ترې دردونکي يادګارونه پاتې
سوري پټکي سره څادرونه پاتې
چا نه ټوپک او کمر بند پاتى دى
چا نه قلم او کتابونه پاتې

د چا يادګار وصيت نامه پاتې ده
چانه تسبې او دسمالونه پاتې

څوک يې تسل په يادګارونو کوي
څوک يې د ژوند انتظارونه کوي
چاته خوبونو کې ورغلي زلمي
آ د ګلونو غوندې ښکلي زلمي

ور يې کړې مستې قربانۍ لېونۍ
دين ته يې وقف کړې ځوانۍ لېونۍ
سرو سرو اورونو ته ورغاړې وتل
دې لېونو کړله نړۍ لېونۍ

دوي کارنامې د ورکېدلونه دى
( مفتونه ) هېڅ د هېريدلو نه دي
تا خو پخپله وو ليدلي زلمي
آ د ګلونو غوندې ښکلي زلمي

١٣٨٨

Also on Fandom

Random Wiki