FANDOM


اول پاک غني سبحان باندې مئين شه
بيا نبي اخر زمان باندې مئين شه

بيا د ژوند د تېرولو قانون زده کړه
په قرآن عظيم الشان باندې مئين شه

چې د خداى او د رسول فرمانبردار وي
پس له هغې په انسان باندې مئين شه

کافرانو نه نفرت او کرکه وکړه
مسلمانه مسلمان باندې مئين شه

شېطانان د استغفار په غشو وله
زړه کې ساته په ايمان باندې مئين شه

مجاهد شه خپلې وينې نذرانه کړه
د الله په هر فرمان باندې مئين شه

په جامه د شهادت يې ور سينګار کړه
حقيقت کې په خپل ځان باندې مئين شه

دا بدرنګ لښکر ترې وشړه ( مفتونه )
په ښاېسته افغانستان باندې مئين شه


١٣٨٢

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki