Fandom

شعرونه

ماتې ماتې

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

حوصلې که د افغان شي ماتې ماتې
ارادې به د جهان شي ماتې ماتې

له دنيا نه به د ظلم ټغر ټول شي
دروازې به د زندان شي ماتې ماتې

سرې لښکېې به دارنګ تالا ترغه شي
لکه ونې په طوفان شي ماتې ماتې

جل وهلى ګلستان به بيا تازه شي
پرې شېبې به د باران
شي ماتې ماتې

ککرۍ به ددې وخت د ظالمانو
د مظلومو په سندان شي ماتې ماتې

آيئنه به مې د زړه شي ماته ماته
که وعدې مې د جانان شي ماتې ماتې

دې حالت کې د ( مفتون ارمانې اوښکې
په مخ راشي په ګرېوان شي ماتې ماتې

١٣٨٢

Also on Fandom

Random Wiki