Fandom

شعرونه

ما د عمرونو حقيقت واخيست

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ما د عمرونو حقيقت واخيست

تا رانه لاس په دې ساعت واخيست

ما ويل چې څومره به اوږده شي

ميينه څومره دې ژر رانه رخصت واخيست

په بزدلی دې راته زړه پرېښوده

په ناکامی دې فراغت واخيست

څومره دې ډېرې واسطې کړې پېدا

زه چې راضي شوم تا مهلت واخيست

يو تجربه مې بله زياته شوله

چې ورو قدم کې دې سرعت واخيست

بيام ته استاد ځما د وفا شوې ثابت

ځکه قلم نه مې فرصت واخيست

که مې سوزونه په سازو شوه بدل

خو ستا له مينې مې عبرت واخيست

زړه خو مې نشته بيابئ چاته ورکم

نن مې بې زړه ځان ته نهضت واخيست

يوسف به خلاص د مجبوری له ژوند شي

که له عزيز نه يې عداوت واخيست

اوس خو د مصر په کوڅو کې غږ دی

چې زلېخاء عشق کې تهمت واخيست

نه به ښايسته يوسف نه عشق شي پېدا

خو ما سارا ترې صداقت واخيست

٢٥/١٢/١٩٩٥

Also on Fandom

Random Wiki