Fandom

شعرونه

ما وېل زړه مې دی ورکړی

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

ما ويل زړه مې دی ورکړی

ده وېل اور کې دی سېزلی

ما وېل څه وکړم عاشق شوم

ده وېل ځان دې کړولی

ما ويل پوه نه شوم ناپوه وم

ده ويل ژوند دې دی پلورلی

ما وېل اوس پسې ژړېږم

ويل ابداً ژړېدلې

ما وېل اوس مې ځوروي تل

ويل خوبانو رواج کړی

ما ويل کاشکې مرګ يو دم وائ

ده ويل ورو ورو دی منلئ

ما ويل نور په نفس راغلم

ويل راځې نه يې راغلې

ما ويل څوک مې چاره ګر دي

ده ويل مرګ خو تښتېدلی

ما ويل چېرته به يې مونده کړم

ويل بيابان کې مجنون وړی

ما ويل زه سارا خو مرمه

ده ويل بند دې دی تړلی

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki