Fandom

شعرونه

ما پرې ولې

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

تاسره لينده دكركې له غروره ماپرې ولې
كشوې يې راته هر وخت له بې قصوره ما پرې ولې

دخاطرديوال دې ګرانه له پخوا دى نړولى
اوس ترې اخلې درنې تيږې بې شعوره ما پرې ولې

زه دوه مخى نه يم ګرانه په يوه مخ ښه ښكاره يم
تاسره د ريا كاڼي زه معذوره ماپرې ولې

نه پوهېږم چې د كوم غماز په خوله دومره مستېږې
باسې سور انګار دخېټې له تنوره ماپرې ولې

زه نظير دې صرف د شعر په تورو ولم دومره بس دى
تاسره وي همېشه دنفرت توره ماپرې ولې

ددروېش دراني د شعر په ځمكه

Also on Fandom

Random Wiki