FANDOM


مبارک دی نوی کال شه

حقیقت دی هر یو خیال شه

خدای دی وکړی هغه چاری

چه زړګی دی پری خوشحال شه

مات زړګی درته دعا ګړی

لوړ دی ستوری د اقبال شه

رقیبان دی خپل په دام کی

ګرفتاره په خپل چال شه

چه په بده درته ګوری

د آفتو په چنګال شه

چه مین دی په رخسار ګړم

افرين دی په جمال شه

ته چه لیری لیری ګرځی

لږ خبر د زړه په حال شه

چه اظهار د مینی وګړی

د چا چیری بیا مجال شه

چه به تا نه لاس بردار شم

دغه کار راته محا ل شه

چه په مينه راته ګوری

زار له تا می سر او مال شه

چه د حسن ننداری ګړم

لا ښایسته دی خط وخال شه

(زرو) خدای ته په زاری دی

چه نصیب يي ستا وصال شه

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki