Fandom

شعرونه

مجاز او حقيقت

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

څوک اغزي او څوک ګلونه خوښوي
څوک دردونه څوک خوندونه خوښوي

څوک مجاز څوک حقيقت باندې مئين دي
څوک رنګونه او څوک زړونه خوښوي

څوک د پېغلو غوندې ډول او سينګار کا
څوک سر ګرم سنګرونه خوښوي

څوک ګونګټ وي ډېرانونو باندې ګرځي
څوک پتنګ وي مشالونه خوښوي

ګيدړ خويه په ښارونو کې خوشال وي
زمري خلک دښتې غرونه خوښوي

څوک هجړا وي ټنګ ټکور سره نڅيږي
څوک په دين وطن جنګونه خوښوي

څوک خوشاله وي آزاده غلامۍ کې
څوک ( مفتونه ) زندانونه خوښوي

١٣٨٦ جهادي سفر

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki