FANDOM


څه بې مثله ښايست پروت دى په مجال ستا

چې هر ښكلى ستايي زړه كې خط او خال ستا

له همه گلونو شته خوشبويي لاړه

چې د زلفو وږمه راوسته شمال ستا

دا چې دومره خلک زيارت باندې رامات دي

دا خو پروت دى پرې اشنا د اوږو شال ستا

دا مې سترگو كې سورخي د مئيو نه ده

دا نظر مې دى پرېوتى په هلال ستا

هېڅ حاجت مې په دنيا بې له تا نه شته

كاش چې پروت دې واى په غېږ كې سرو كال ستا

لا مې ژبه په خبرو جاري نه وه

چې په خوله مې راغى نوم دا ؤ كمال ستا

محبت د نظير هڅې لافې نه دي

چې صرف وكا په مجلس كې قيل او قال ستا

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki