Fandom

شعرونه

مجاهد وائي

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

مونږ کال کی دیرش ورځی روژی ونیسو
بیاوروسته وکړو داختر خبره
دويی وائي پټان جانی رمضان جانی
دازمونږ وس نه ده بهر خبره

زمږنږ نیکونو اسلام دوی ته وروړو
ددوی نیکونو ته ئي دین وښودو
نن مږنږ کافر شولو ددوی په فتوا
او داخپل ټګ نورځان سپین وښودو

زمونږ ماشومه چې مکتب ته درومی
دپاک اسلام پنځه بنا زده کوی
دوی په مخ باندی تیزاب وشیندی
وائي چی دالویه شی ګنا زده کوی

خو ددوی پیغلی کالجونو ته ځی
لکه هلک غوندی لباس کوی
ټیکری یي نه وی تنګ پرتوګ کی ګرځی
کمیس لا اوږد ځنګون نه پاس کوی

زمونږ تورسری کورنه نه راوځی
بی چادری کله په لاره نه ځی
ددوی سرتوری سینګار کړی درومی
وائي هم چیرته دوی بی یاره نه ځی

زمونږ دجهاد په جنډو مخکی لاړل
داموټروی اوایټم بم وګوری
په مونږ یي توروخوړل سپین یي پټ کړل
په تور پنجاب کی سپین غنم وګوری

ددوی پولیس چه کلاشنکوف ګرځوی
دوی دکوم ملک نه قرار کړی دی
والله که داکابل خو جوړ شی رانه
دغه قسم اسلام آباذ کړی دی

داد دوابتان یي په کور کی ایښی
تاسی هجری ته دبابر لاړ شی
پاتی آثار به مو یو یو وګوری
که په طرف دعجایب ګر لاو شی

دایهودیان خو همدلته دوی راوستل
لویه اډه جیب آباد یي ورکړه
مونږ یي له پښو او لاسو وتړلو
نقشه زمونږ ټول هیواد یي ورکړه

زمونږ پولیس او اردو رواړه وژنی
دایساف ناټو عسکر نه ولی
دادوی چی وایي دملا تیر ماتوو
نوولی دروغ ئي په داسر نه ولی


زمونږ طالب ته مجاهد وائی
خپل طالبان بیا ترهګر بولی
داخپل عسکر ورته شهید ښکاری
خولوی کافر زمونږ عسکر بولی

زمونږ هراتل اومشرک سپک ګڼی خو
خپل پیرنګی جناح رهبربولی

زمونږ دقاضیانو فیصلی د شرع
ددوی ججان دلاس ویګالی بچی
زمونږ د جهاد سنګر لاسوړنه دی
مونږ ته کافر وائي داد کیا هې بچی

زمونږ په جشن دی مومی وریږی
ددوی په جشن دګلونو باران
ددوی په کلی کی دی سازغږیږی
زمونږ په کلی د بمونه باران

څوک چی داګران افغانستان ورانوی
سروری خدای به ګاونډیان ورانوی

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki