Fandom

شعرونه

مجله

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

زه په کې تا لولمه

دا مجله زما خوښېږي ډېره

زما يې تر نورو د فال پاڼه

***

هره اوونۍ يې، چې ترلاسه کړمه

پلی له کلي نه راځمه ښار ته

هره اوونۍ چې مجله واخلمه

له خرچ خوراک نه کړمه بېلې پيسې

مجله اخلم او راځم کلي ته

تر هر چا پټ

تر هر چا لرې

لويې ويالې ترڅنګه

هغې چنار ونې ته، چې مې ستا نوم پرې ايښی

ډډه وهم لولم يې

***

اوس يې هم هره اوونۍ اخلمه او لولمه يې

خو هغه تېر شوق مې اوس نه دی پاتې

اوس هره پاڼه، هره کرښه کې يې

د نهيليو مې انځور ګورمه

***

نور مې له زړه سره منلې ده دا

نور به هغه پاڼه وانه ړومه

***

په کومه پاڼه کې يې

چې تا موسکۍ وينمه

همدا يوه کرښه اشنا لکه کش کړې وروځې

شي مې نوکارې په زړه:

(زه دې درنښت کومه

پام دا درنښت مې کله

چې مينه ونه ګڼې)

خو په بیا بیا دا کرښې

پوه نه يم ولې ګرانې

ما ته دا ستا د مينې زیری راکړي:

((دا په انکار کې د اقرار کيسه ده))

۱۳۸۹/۷/۳۰

Also on Fandom

Random Wiki