مخ راته روښانه کړي لمبه لاره را ښيي
موږ چې له چا بد منو، هغه لاره را ښيي
ښه په دې پوهېږمه چې ښه لاره راښيي
هره یوه سا مې دغه یوه لاره را ښيي
زه مزل وهلی، د یار دغه ظلم ګوره
نه را کوي شپه راته، او نه لاره راښيي
هرڅو که دې سترګې، نېغې زړه ته لاره وکړي
ول دې د کاکل کږه وږه لاره راښيي
دې خو خودغرضې ایله خپل وجود رڼا کړ
هسي وو په تمه چې ډیوه لاره را ښيي
اوس مو اعتبار یواځې پاتې پر هغو دی
څوک چې دي په ډل کې راسره، لاره را ښيي
هیچا دې د زړه په لنډه لاره سیده نه کړو
هر سړی چې وپوښتو اوږده لاره را ښيي
زړه دې لېونی دی، لېونی خو لېونی وي
خود به نو قراره سرچپه لاره را ښيي
وېشنيزه:مجيد الله قرار وېشنيزه:شعرونه م