Fandom

شعرونه

مذهب یم

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

عقيده لرم دمينې په مذهب يم

داخېل شوى زه دمينې په مكتب يم

خدايه ته دې لږكرم راباندې وكړه

په زاريودرته ناست زه روزؤ شب يم

خېركه خلك راته هر څه،هر څه وايي

زه مئين په نوم دهغه ښكلي رب يم

 ماخومينه دثواب لپاره كړې

هڅې نه يم چې دښكلو په طلب يم

لږ نظر راباندې وكړه تور غلام يم

لاس په نام درته ولاړ ښۀ په ادب يم

لږديدن دې شمې رويه راښكاره كړه

لويه لاركې درته ناست په دې سبب يم

خداى وى برخې دازل ما دي وېشلي

پرواګيردچادقوم نه دنسب يم

زه نظير خو بې دعشق له دريابه

مرمه ، مرم په عادتونو لكه كب يم

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki